کوټه (وېب نیوز) د یمن د حوثي ډلې (انصارالله) او د سعودي عرب په مشرۍ د پوځي ائتلاف ترمنځ یو ځل بیا تاوتریخوالی زیات شوی دی. حوثیانو ادعا کړې چې د سعودي عرب د ینبع او جازان ښارونو کې یې د آرامکو د تېلو پر تاسیساتو د لسګونو کروز او بالستیک توغندیو او په یمن کې د جوړو شویو ډرونونو په وسیله بریدونه کړي او ټول ټاکل شوي هدفونه یې په بریالیتوب سره ویشتلي دي. بل لور ته سعودي چارواکو ویلي چې د هوايي دفاع سیستم ټولو بریدونو ته په بریالیتوب سره ځواب ورکړی او بریدونه یې شنډ کړي دي. دغه تازه کړکېچ وروسته له هغې رامنځته شوی چې یوه ورځ وړاندې سعودي ځواکونو د یمن د الحدیده ولایت او د کمران ټاپو کې د حوثیانو پر ادعا شوو مرکزونو هوايي بریدونه وکړل. په همدې حال کې ملګرو ملتونو او د عمان چارواکو له دواړو لورو غوښتي چې بېرته د خبرو مېز ته کېني. راپورونه وایي چې په عمان کې د سولې د خبرو د نوي پړاو لپاره چمتووالی روان دی، خو حوثیانو خبرداری ورکړی چې که پر یمن لګېدلې محاصره پای ته ونه رسېږي، نو د سعودي پر ضد به د توغندیو بریدونه، سمندري محاصره او د آرامکو پر تاسیساتو بریدونه دوام ولري.
