کوټه (نوې ژوند وېب نيوز)د دالبندین په چارسار سیمه کې پر آر سي ډي لویه لاره نامعلومو وسلهوالو د کوټې څخه دالبندین ته پر روانو درېیو مسافر وړونکو بسونو ډزې وکړې، چې له امله یې د درېیو واړو بسونو ټایرونه وچاودېدل. د پولیسو په وینا، په دې پېښه کې هېڅ ډول ځاني زیان نه دی اوښتی. د پېښې له خبر ترلاسه کېدو وروسته د پولیسو دروند ځواک سیمې ته ورسېد، سیمه یې وکتله، پلټنې یې پیل کړې او د بریدګرو د نیولو لپاره یې عملیات هم پیل کړي دي.
