کوټه (وېب نیوز) د اسلامي امارت مشر شیخ هبتالله اخندزاده د کندهار له یو شمېر علماوو سره په غونډه کې د اسلامي نظام د پیاوړتیا، خلکو ته د دیني لارښوونو، د منکراتو د مخنیوي او د ملي یووالي پر ټینګښت ټینګار وکړ. د اسلامي امارت د مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت په وینا، شیخ هبتالله اخندزاده وویل چې علما د دین د تبلیغ، تشریح، دفاع او خلکو ته د اسلامي لارښوونو د رسولو ستر مسؤولیت لري او باید د ناوړه رواجونو د له منځه وړلو او د شریعت د احکامو د پلي کېدو لپاره په کلکه هڅه وکړي. هغه زیاته کړه چې اوس د اسلامي نظام د پیاوړتیا او د دین د خدمت لپاره مناسب فرصت برابر شوی دی. نوموړي له علماوو وغوښتل چې د یو بل ترمنځ مینه، باور او همغږي پیاوړې کړي، څو د دښمن د تفرقې اچولو هڅې ناکامې شي. هغه همدارنګه د خلکو ترمنځ د اطاعت، نظم، د ځوانانو د تعلیم او تربیې، د سالمو فعالیتونو د پراختیا او د اسلامي امارت د فرمانونو او قوانینو د ارزښت په اړه د عامه پوهاوي پر زیاتولو هم ټینګار وکړ.
