کوټه (نوې ژوند وېب نيوز)د رېل پټلۍ د سرچینو په وینا، له پېښوره کوټې ته روان جعفر ایکسپریس د امنیتي اندېښنو له امله د جیکب آباد د اورګاډي په تمځای کې درول شوې ده. د رېل پټلۍ ادارې له جیکب آباد څخه تر کوټې پورې د سفر کوونکو مسافرو کرایه بېرته ورکړې ده، او د اورګاډي د راتلونکې تګ او نورو پرمختګونو په اړه به وروسته رسمي معلومات خپاره شي.
