تازه خبرونه ۲۷ جولائی ۲۰۲۶

د ایران د پارلمان مرستیال رئیس اوکراین ته خبرداری ورکړ، پر ایران هر برید ته به سخت ځواب ورکړل شي

کوټه (وېب نیوز) د ایران د پارلمان مرستیال رئیس علي نیکزاد د کسپین سمندر په یوه ایراني سوداګریزې بېړۍ د اوکراین د ادعا شوي برید په غبرګون کې ویلي، پر ایران هر ډول برید ته به حتمي او سخت ځواب ورکړل شي. د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، نوموړي د پارلمان غونډې ته په وینا کې وویل چې ایران د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع بشپړ حق لري او هر هغه ځای چې د ایران پر ضد د برید لپاره وکارول شي، د ایران لپاره به مشروع هدف وي. هغه پر بریتانیا، بلغاریا او اوکراین هم نیوکه وکړه او ویې ویل چې باید د امریکا د پالیسۍ وسیله ونه ګرځي. علي نیکزاد زیاته کړه چې د ایران وسله وال ځواکونه د امریکا او اسرائیل هر ډول اقدام ته د قوي ځواب ورکولو لپاره بشپړ چمتو دي. د ایراني چارواکو په وینا، د شنبې په ورځ په کسپین سمندر کې پر یوې ایراني سوداګریزې بېړۍ برید کې یو ایراني سرتېری وژل شوی او بل ټپي شوی، چې ایران یې پړه پر اوکراین اچوي. بل لور ته د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي د روسیې اړوند اهدافو او په کسپین سمندر کې د یوې بېړۍ د په نښه کولو پخلی کړی او ویلي یې دي چې دغه بریدونه د روسیې د بریدونو په ځواب کې ترسره شوي او پکې د ایران له لوري د پوځي تجهیزاتو د لېږد ځینې بېړۍ هم په نښه شوې دي.