کوټه (نوې ژوند وېب نيوز)د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر ضیاالله لانګو د شهید سیشن جج عبدالحکیم کاکړ کور ته ورغی، له کورنۍ سره یې غمشریکي وکړه، فاتحه یې ولوستله او د مرحوم د درجاتو د لوړوالي لپاره یې دعا وکړه. نوموړي وویل چې حکومت په دې سخت وخت کې د شهید له کورنۍ سره ولاړ دی او د عبدالحکیم کاکړ خدمتونه به تل په درنښت یادېږي. هغه زیاته کړه چې دا ډول بزدلانه ترهګریز بریدونه د زغملو وړ نه دي او په پېښه کې ښکېل کسان به د قانون منګولو ته وسپارل شي. نوموړي ډاډ ورکړ چې حکومت به د شهیدانو له کورنیو سره هر ډول ممکنه مرسته او ملاتړ ته دوام ورکړي.
