کوټه (نوې ژوند وېب نيوز)د جمعیت علمای اسلام د کوټې ولسوالۍ مشرانو د بلوچستان پر ملي او بینالضلاعي لویو لارو د ناامنۍ، لوټمارۍ، د تاوان لپاره د تښتونو او وژنو پر زیاتېدونکو پېښو ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده. دوی ویلي چې پر لویو لارو د حکومت واک کمزوری ښکاري، چې له امله یې خلک، سوداګر، ټرانسپورټران او مسافر له وېرې سره مخ دي او سوداګریز فعالیتونه هم اغېزمن شوي دي. مشرانو دا هم وویل چې له کوټې څخه نورو ښارونو ته د هوايي سفر د کرایو بېساري لوړوالي د ناروغانو، سوداګرو او عامو خلکو ستونزې نورې هم زیاتې کړې دي. هغوی له حکومت څخه وغوښتل چې پر لویو لارو اغېزمن امنیتي تدابیر ونیسي، د خلکو د ځان او مال ساتنه یقیني کړي او د هوايي کرایو د زیاتوالي ستونزې ته هم ژر حل ومومي.
