تازه خبرونه ۲۷ جولائی ۲۰۲۶

د بښنې نړۍوال سازمان غوښتنه وکړه، پر کابل د «امید» مرکز برید دې د جنګي جرم په توګه وڅېړل شي

کوټه (وېب نیوز) د بښنې نړۍوال سازمان غوښتنه کړې چې د کابل د «امید» د روږدو د درملنې پر مرکز شوی پاکستانی هوايي برید دې د احتمالي جنګي جرم په توګه په خپلواکه او بې‌طرفه توګه وڅېړل شي. سازمان په خپل راپور کې ویلي چې د څېړنو پر مهال یې هېڅ داسې شواهد نه دي موندلي چې د پاکستان د پوځ هغه ادعا تایید کړي چې ګواکې دغه مرکز د پوځي موخو یا د وسلو او مهماتو د ساتلو لپاره کارېده. د راپور له مخې، د ۱۴۰۴ کال د کب میاشتې د ۲۵مې شپې په برید کې لږ تر لږه ۲۶۹ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۲۲ نور ټپیان شوي دي. د بښنې نړۍوال سازمان ویلي چې د څېړنې لپاره یې لسګونه انځورونه، ویډیوګانې، سپوږمکۍ انځورونه او د عیني شاهدانو، د روغتون د کارکوونکو او د قربانیانو د کورنیو غړو مرکې ارزولي دي. د سازمان د جنوبي اسیا سرپرستې ایزابل لسي ویلي چې پر «امید» مرکز برید د نړۍوال بشردوستانه قانون جدي سرغړونه ده او ښايي د جنګي جرم په توګه وپېژندل شي. سازمان له پاکستانه غوښتي چې د برید په اړه شفافه، هر اړخیزه او خپلواکه څېړنه وکړي، پایلې یې خپرې کړي او که کافي شواهد موجود وي، مسؤل کسان دې قانوني تعقیب کړي.