مقامی ۲۷ جولائی ۲۰۲۶

د خضدار د وډ په سیمه کې زوروره چاودنه، د کور دېوال ونړېد

کوټه (نوې ژوند وېب نيوز)د خضدار د وډ بازار د بکرا پړي په سیمه کې زوروره چاودنه شوې چې د شدت له امله یې د یوه کور دېوال ونړېد، خو له نېکه مرغه کوم ځاني زیان نه دی اوښتی. د پېښې له خبر ترلاسه کېدو وروسته سیمه‌ییزه اداره او امنیتي ځواکونه سیمې ته ورسېدل، سیمه یې کلابنده کړه، شواهد یې راټول کړل او د چاودنې د څرنګوالي او لاملونو د معلومولو لپاره یې پلټنې پیل کړې دي.