کوټه (وېب نيوز): د زيارت د شهيدانو د روحونو د ايصال ثواب لپاره د کوټې د جناح ټاون په جومات کې ګډه فاتحه ترسره شوه. په دې مراسمو کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی، مرکزي سيکرټر جنرال عبدالرحيم زيارتوال، د ګوند مرکزي او صوبايي مشران، فعالان او ګڼ شمېر ولسي وګړو ګډون وکړ. ګډونوالو د شهيدانو د لوړو درجو، د ټپيانو د ژر رغېدو او په بلوچستان کې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره ځانګړې دعاوې وکړې.
