مقامی ۲۷ جولائی ۲۰۲۶

د عمران بابر د تښتونې او وژنې د شفافو پلټنو غوښتنه، اے این پي

کوټه (نوې ژوند وېب نيوز)عوامي نیشنل ګوند (اے این پي) بلوچستان د هرنایي ولسوالۍ د خوست سیمې د اوسېدونکي عمران بابر د تښتونې او وروسته وژنې پېښه په کلکه غندلې او ویلي یې دي چې په بلوچستان، په ځانګړي ډول پښتني سیمو کې د ناامنۍ زیاتوالی د سختې اندېښنې وړ دی. د ګوند د صوبایي دفتر، باچا خان مرکز، له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې عمران بابر څو ورځې وړاندې د نامعلومو وسله‌والو له خوا له خپل کور څخه تښتول شوی و او وروسته یې مړی وموندل شو. اے این پي د دې پېښې د بېړنیو، شفافو او بې‌طرفه پلټنو، د ککړو کسانو د قانون له مخې د سزا او د اغېزمنې کورنۍ لپاره د انصاف غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې د خلکو د ځان او مال ساتنه د دولت اساسي مسؤلیت دی. ګوند د هرنایي د خراب امنیتي وضعیت په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې، د مرحوم له کورنۍ سره یې خواخوږي ښودلې او د هغه لپاره یې د بښنې دعا کړې ده.