کوټه (نوې ژوند وېب نيوز) په اسلام آباد کې د کووېډ-۱۹ وبا پر مهال د چين د شاوخوا ۴۰ لکه ډالرو مرستې په مټ جوړ شوی د آيسولېشن او ساري ناروغيو د درملنې مرکز له تېرو څلورو کلونو راهيسې غير فعال پاتې شوی دی. دغه ۲۶۵ بستريز عصري روغتون د ساري او خطرناکو ناروغيو د درملنې او بېړني غبرګون لپاره جوړ شوی و، خو د کووېډ له پای ته رسېدو وروسته تړل شوی پاتې شو. د پاکستان د روغتيا وفاقي وزير مصطفی کمال ويلي چې په روغتون کې ګڼ شمېر طبي ماشينونه د نه کارونې له امله خراب شوي او اوس حکومت غواړي د عامه او خصوصي مشارکت له لارې دغه روغتون بيا فعال کړي، چې وروستۍ منظوري به وفاقي کابينه ورکوي. بل لور ته د روغتون پخواني مسؤل ډاکټر طارق چيمه اندېښنه څرګنده کړې چې د دې ځانګړي روغتون اصلي هدف او ځانګړی حيثيت بايد په راتلونکي کې هم خوندي وساتل شي.
