کوټه (نوې ژوند وېب نيوز)د بلوچستان اسمبلۍ غړي او د سنا پخواني رئیس میر محمد صادق خان سنجراني د چاغي ولسوالۍ د سرحدي سیمو د اوسېدونکو د ملي پېژندپاڼو د بندېدو په اړه د نادرا مشر لېفټننټ جنرال محمد منیر افسر ته لیک استولی او د بېړنیو اقداماتو غوښتنه یې کړې ده. هغه ویلي چې له ایران او افغانستان سره د تاریخي، ټولنیزو او کورنیو اړیکو لرونکو ګڼو پاکستانیانو پېژندپاڼې یوازې د سفري ریکارډ پر بنسټ، پرته له مخکې خبرتیا او د وضاحت له فرصته، بندې شوې دي چې له امله یې دولتي کارکوونکي، زدهکوونکي، سوداګر او نور وګړي له سختو ستونزو سره مخ شوي دي. نوموړي غوښتنه کړې چې د نادرا لوړپوړی ځانګړی پلاوی دالبندین ته واستول شي څو د اغېزمنو کسانو دوسیې په شفاف او عادلانه ډول وڅېړي او د حقیقي پاکستانیانو ستونزې ژر هوارې کړي.
