د امنيتي اسرچينو په وينا، د جولای په ۲۴مه د کډ کوچه په سيمه کې د ناقانونه ګرځول شوې بي اېل اې له وسله والو سره تړلو کسانو د يوې کوریئر کمپنۍ وړوکی ټرک او ورسره دوه کسان په مبينه توګه تښتولي دي. سرچينې وايي، د جولای په ۲۶مه تښتوونکو د يرغمل شويو د وژلو ګواښ کړی او له يادې کمپنۍ څخه يې د دوه نيمو کروړو روپيو تاوان غوښتی دی. د امنيتي سرچينو په وينا، ناقانونه ګرځول شوې بي اېل اې د ترهګريزو بريدونو ترڅنګ د بانکونو لوټ، د موټرو تښتونه، باج اخيستنه او د تاوان لپاره تښتونې هم ترسره کوي او د دغو کړنو موخه په سيمه کې وېره خپرول او د ترهګرۍ مالي ملاتړ برابرول دي.

