کوټه (وېب نيوز): د پاکستان پر وړاندې د لومړي ټېسټ په لومړۍ پاڼۍ کې ويسټ انډيز د ۳۱۱ منډو په جوړولو ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل. د کوربه لوبډلې لپاره شای هوپ ۹۲ او کېويم هوج ۸۴ منډې جوړې کړې. د پاکستان له لوري محمد علي ۴، محمد عباس ۳، خرم شهزاد ۲ او عامر جمال يوه ويکټه واخيسته. پاکستان د خپلې لومړۍ پاڼۍ پيل په ښه ډول وکړ او د ۲۰ اوورونو تر پای پورې يې د يوې ويکټې په زيان ۱۰۰ منډې جوړې کړې او د سيالې لوبډلې د مجموعې تعقيب ته يې دوام ورکړ.
