کوټه (وېب نيوز): په ملګرو ملتونو کې د امريکا سفير مايک والټز ويلي چې د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر ايران د بريدونو په ځنډولو سره د ډيپلوماسۍ او خبرو اترو لپاره نور فرصت برابر کړی او ايران ته يې د مذاکراتو يو چانس ورکړی دی. نوموړي امريکايي رسنيو ته وويل چې ولسمشر ټرمپ غواړي خبرو ته وخت ورکړي، خو د خبرو د څرنګوالي په اړه يې نور جزئيات ور نه کړل. د رسنيو د راپورونو له مخې، په سپينه ماڼۍ کې د ايران پر ضد د پوځي عملياتو د بيا پيل په اړه هم سلا مشورې شوې، خو يو شمېر امريکايي چارواکو د جګړې د لا پراخېدو په اړه اندېښنې څرګندې کړې. راپورونه زياتوي چې ايران ته د عماني پلاوي د سفر او منځګړيتوب هڅو له امله بريدونه په موقتي ډول درول شوي، او ولسمشر ټرمپ ويلي چې د عملياتو د بيا پيل او پراخولو اختيار لري، خو له ايران سره د يوې موافقې ترلاسه کول غوره تګلاره ده.
