مقامی ۲۷ جولائی ۲۰۲۶

په بلوچستان کې د اګست په میاشت کې د موبایل انټرنېټ د احتمالي بندېدو وړاندیز تر غور لاندې

کوټه (نوې ژوند وېب نيوز)د سرچینو په وینا، په کوټه او د بلوچستان په ډېری ولسوالیو کې د راتلونکې اګست میاشتې پر مهال د امنیتي اندېښنو له امله د موبایل انټرنېټ خدمت د لنډ وخت لپاره د ځنډولو وړاندیز تر غور لاندې دی. امنیتي راپورونو کې د خپلواکۍ ورځې او نورو حساسو مناسبتونو پر مهال د احتمالي ګواښونو یادونه شوې، له همدې امله په ځینو سیمو کې د موبایل ډیټا خدمت د مرحلې وار یا بشپړ بندولو سپارښتنې ارزول کېږي. سرچینې وایي وروستۍ پرېکړه به د امنیتي ادارو، د کورنیو چارو وزارت او د صوبایي حکومت په ګډه مشوره کېږي، په داسې حال کې چې سوداګرو، زده‌کوونکو، فریلانسرانو او د آنلاین کاروبار اړوند کسانو غوښتنه کړې چې که بندیز اړین وي، یوازې په حساسو سیمو او د محدود وخت لپاره دې عملي شي.