کوټه (سید سردار محمد خوندئی)
د بلوچستان د وزیراعلی په مشرۍ کې د بلوچستان بورډ آف انویسټمنټ اینډ ټریډ د بورډ آف ډائریکټرانو غونډه وشوه.
په غونډه کې د بلوچستان بورډ آف انویسټمنټ اینډ ټریډ په بیلابیلو اجنډاګانو تفصیلي غور وشو. بورډ بیلابیل مالي او اداري چارو منظوري هم ورکړه.
د بلوچستان وزیراعلی وویل چې په صوبه کې د پانګونې وده او د سوداګرۍ د فرصتونو زیاتول د حکومت په مهمو لومړیتوبونو کې شامل دي. پانګوالو ته د مناسب، شفاف او کاروبار دوست چاپیریال برابرولو لپاره دې ټولې اړوندې ادارې په متقابل همغږۍ کار وکړي.
هغه وویل چې بلوچستان د طبیعي سرچینو، جغرافیایي اهمیت او اقتصادي امکاناتو له پلوه د بې کچې وړتیاوو لرونکی صوبه ده. د طبیعي سرچینو څخه په بشپړه ګټه اخیستنې سره به پانګونې، صنعت او سوداګرۍ ته وده ورکړل شي. د بلوچستان حکومت به د پانګونې د ودې، د روزګار د نویو فرصتونو د پیدا کولو او د دوامداره اقتصادي پرمختګ لپاره خپل ګامونه جاري وساتي.
