کوټه (نوې ژوند وېب نيوز)د پاکستان د کورنیو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي د ایف سي بلوچستان (ساوتھ) د مرکزي قوماندانۍ په تربت کې د عصري طبي اسانتیاوو لرونکي ایف سي روغتون پرانیسته وکړه. نوموړي د او پي ډي، بېلابېلو وارډونو، ایم آر آی، سي ټي سکین خونو او عملیاتي تیاترونو لیدنه وکړه او له ډاکټرانو، نرسانو او طبي کارکوونکو سره یې په کتنه کې هغوی ته د انسانیت د خدمت په روحیه د دندو د ترسره کولو سپارښتنه وکړه. محسن نقوي په لنډ وخت کې د روغتون د فعالولو له امله د ایف سي بلوچستان (ساوتھ) آی جي مېجر جنرال بلال سرفراز خان او د هغه د ټیم ستاینه وکړه او ویې ویل چې دا عصري روغتون به د تربت او شاوخوا سیمو خلکو ته د معیاري روغتیايي خدمتونو په برابرولو کې مهم رول ولوبوي. په دې مهال هغه ته د روغتون، د ځواکونو د مسلکي روزنې او عملیاتي چمتووالي په اړه هم معلومات ورکړل شول، او نوموړي د ترهګرۍ پر ضد د ایف سي بلوچستان (ساوتھ) د عملیاتو ستاینه وکړه او د امنیتي ځواکونو د بشپړ حکومتي ملاتړ د دوام ژمنه یې تازه کړه.
