مقامی ۲۷ جولائی ۲۰۲۶

په هرنايي کې مخابراتي ټاور او د پوليسو تاڼه په چاودنو زيانمن شول، د سنجاوي پر سړک ناکه هم لګول شوې

هرنايي (وېب نيوز): د هرنايي ولسوالۍ د پان غر په غرنۍ سيمه کې نامعلومو کسانو د چاودېدونکو توکو په وسيله يو مخابراتي ټاور ويجاړ کړ، چې له امله يې د انټرنېټي خدمتونه ودرېدل. د پوليسو په وينا، وسله والو د هرنايي ـ سنجاوي پر سړک د ژوندي پير په سيمه کې ناکه هم لګولې وه او د ډيلکونه پوليسو تاڼې ودانۍ ته يې د چاودېدونکو توکو په وسيله زيان رسولی دی. پوليس وايي، د بريد پر مهال په تاڼه کې پوليس موجود نه وو، له همدې امله مرګ ژوبله نه ده اوښتې او د پېښو په اړه پلټنې روانې دي.