تازه خبرونه ۲۷ جولائی ۲۰۲۶

په کوټه کې د اوبو ټانکرونو اعتصاب پای ته ورسېد، د حکومت او اتحادیې خبرې بریالۍ شوې

کوټه (نوې ژوند وېب نيوز)په کوټه کې د اوبو ټانکرونو او واټر سپلایي اتحادیې اعتصاب د حکومت او اتحادیې ترمنځ د بریالیو مذاکراتو وروسته پای ته ورسېد. د ټولنیزې هوساینې پارلماني سیکرټر حاجي ولي محمد نورزي د اتحادیې له مشرانو سره په ګډه خبري غونډه کې وویل چې د ټانکر مالکانو د ستونزو د هواري لپاره به ځانګړې کمېټه جوړه شي او د هغوی ټولې غوښتنې د بلوچستان اعلیٰ وزیر میر سرفراز بګټي ته وړاندې شوې دي. هغه وویل چې کوټه زموږ ګډ ښار دی او د خلکو د بنسټیزو ستونزو حل او د اوبو رسولو د نظام ښه کول د حکومت لومړیتوب دی. په دې موقع د واټر ټانکرز اتحادیې مشر نجیب ترین وویل چې د حکومتي ډاډ وروسته یې د اعتصاب د پای ته رسولو پرېکړه کړې او د بلوچستان د اعلیٰ وزیر او حاجي ولي محمد نورزي مننه یې وکړه. د واټر سپلایي اتحادیې مشر جمیل اڅکزي هم د حکومتي همکارۍ ستاینه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې د اتحادیې د غوښتنو د عملي کېدو لپاره به ژر ګامونه پورته شي.