مقامی ۲۷ جولائی ۲۰۲۶

په کوټه کې نن سخته ګرمي، د تودوخې درجه به ۳۸ سانتي ګرېډ ته ورسېږي

کوټه (نوې ژوند وېب نيوز)د هوا پېژندنې ادارې وړاندوینه کړې چې نن به په کوټه کې هوا وچه او ګرمه وي او د ورځې په اوږدو کې به د تودوخې درجه ۳۸ سانتي ګرېډ ته ورسېږي. د ادارې په وینا، د بلوچستان په ډېری ولسوالیو کې به اسمان نیمه وريځ وي، خو د ماښام او شپې پر مهال په ژوب، موسی‌خېل، شیراني، لورالایي، بارخان، کوهلو، خضدار، لسبېله او شاوخوا سیمو کې د تېزو بادونو، دوړو توپان او له تندر سره د باران امکان شته. همداراز د شمال ختیځ بلوچستان په ځینو سیمو کې د سختو بارانونو له امله په موسمي خوړونو او ویالو کې د سېلابونو خطر هم څرګند شوی دی.