کوټه (نوې ژوند وېب نيوز)د کوټې د پټیل روډ په سیمه کې د یاسین روغتون مخې ته د شوې چاودنې له امله څلور کسان ټپیان شوي، چې سمدستي د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي. د سرچینو په وینا، په ټپیانو کې زبیر احمد، وزیر، عبدالرشید او ابرار شامل دي. د پېښې له رامنځته کېدو وروسته امنیتي ځواکونه سمدستي سیمې ته ورسېدل، سیمه یې کلابنده کړه، شواهد یې راټول کړل او د چاودنې د څرنګوالي او لاملونو د معلومولو لپاره یې پلټنې پیل کړې دي.
