تازه خبرونه ۲۸ جولائی ۲۰۲۶

ايران وايي، د منځګړو هېوادونو له لارې د پيغامونو تبادله روانه ده، د خپلواکۍ دفاع لومړيتوب دی

تهران(وېب نیوز) د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند اسماعيل بقايي ويلي چې د پاکستان، قطر او نورو منځګړو هېوادونو له لارې د ايران او امريکا ترمنځ د پيغامونو تبادله روانه ده، خو د ايران لومړيتوب د خپلې خپلواکۍ او ملي حاکميت دفاع ده. هغه د اتريش له يوه رسنيز بنسټ سره په خبرو کې وويل، ايران د تفاهم يادښت له مخې په ۳۰ ورځو کې د هرمز تنګي له لارې د خوندي تګ راتګ ژمنه عملي کړه، خو د مودې تر بشپړېدو مخکې امريکا د بېړيو د ادعا شويو پېښو په پلمه نوي بريدونه ترسره کړل. اسماعيل بقايي وويل، په تېر يوه کال کې دا درېيم ځل دی چې د خبرو اترو پر مهال د بريدونو له لارې د ايران ډيپلوماټيکې هڅې زيانمنې شوې دي. هغه ادعا وکړه چې امريکا د تفاهم يادښت له مخې د ايران کنګل شوې شتمنۍ هم نه دي خوشې کړې او د تړون ګڼې مادې يې تر پښو لاندې کړې دي. د نوموړي په وينا، د ياد تفاهم سند خپله د امريکا ولسمشر لاسليک کړی و، خو بيا هم واشنګټن پر خپلو ژمنو ونه درېده. هغه زياته کړه چې ايران د ډيپلوماسۍ دروازې نه تړي، خو د خپلې خپلواکۍ او ملي ګټو په اړه به هېڅ ډول جوړجاړی ونه کړي او د امريکا د وروستيو تورونو ادعاوې يې هم رد کړې.