تهران(وېب نیوز) د ايران د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې ايران له امريکا څخه د جګړې د پای ته رسولو لپاره د مذاکراتو هېڅ غوښتنه نه ده کړې او د جګړې او سولې پرېکړه به خپله ايران کوي. د بهرنيو چارو وزارت وياند اسماعيل بقايي خبري غونډې ته وويل، امريکا ګومان کاوه چې ايران به د بريدونو له پيل وروسته په څو ورځو کې تسليم شي، خو څو مياشتې وروسته هم واشنګټن له ستونزو سره مخ دی. هغه وويل، امريکا هر کله چې د نړيوالې انرژۍ بيې لوړې شي، بېرته د خبرو اترو خبره کوي، په داسې حال کې چې اسرائيل د سيمې هېوادونو د پرمختللې ټکنالوژۍ د ترلاسه کولو مخه نيسي. د نوموړي په وينا، د سوله ييزو موخو لپاره د اټومي انرژۍ کارول د هر هېواد قانوني حق دی او ايران يوازې له خپل قانوني حق څخه ګټه اخيستې ده. اسماعيل بقايي په کسپين سمندر کې پر ايراني سوداګريزې بېړۍ د اوکراين ادعا شوی بريد د نړيوالو قوانينو خلاف وباله او ويې ويل چې ايران د ځواب ورکولو حق لري. هغه زياته کړه چې د ملي امنيت او ملي ګټو د ساتنې لپاره به هر اړين اقدام ترسره شي، د ايران پر ضد د پوځي يرغل اصلي مسئول امريکا ده او د سيمې د ځينو هېوادونو ګډون هم د پاملرنې وړ دی. نوموړي وويل، د هرمز تنګي د سمندري تګ راتګ د تنظيم په اړه د ايران او عمان ترمنځ خبرې شوې، خو دغه مذاکرات يوازې د سمندري تګ راتګ او سيمه ييزو چارو پورې محدود دي او له امريکا سره هېڅ تړاو نه لري، او د هرمز تنګي اوسنی وضعيت هماغسې پر خپل حال پاتې دی.
