واشنګټن (ویب نیوز): د امریکا سناتور برني سینډرز ویلي چې په غزه کې د روان ناورین مسؤلیت یوازې پر اسرائیل نه، بلکې امریکا هم په کې برابر شریکه ده، ځکه واشنګټن اسرائیلو ته میلیاردونه ډالره پوځي مرستې ورکړې دي. هغه وویل، سره له دې چې پر اسرائیلو د نړیوالو قوانینو د سرغړونو تورونه لګېدلي، امریکا یې ملاتړ ته دوام ورکړی او د اوربند باوجود یې په غزه کې پوځي عملیات او پرمختګونه روان ساتلي دي. برني سینډرز زیاته کړه چې اسرائیل اوس د غزې نږدې ۷۰ سلنه سیمه تر خپل کنټرول لاندې راوستې، ۹۲ سلنه استوګنیز کورونه ویجاړ یا سخت زیانمن شوي، ۷۰ سلنه خلک له مناسب استوګنځي بې برخې دي او ۹۱ سلنه ماشومان د منظم تعلیم له حقه محروم دي. هغه د امریکا له کانګرسه وغوښتل چې د ولس غوښتنې ته درناوی وکړي او اسرائیلو ته پوځي مرستې سمدستي بندې کړي.
