د خضدار ولسوالۍ د وډه په سیمه کې د امنیتي وضعیت د خرابېدو له امله د کوټه–کراچۍ ملي لویه لار له شاوخوا نهو ساعتونو راهیسې تړلې ده. د راپورونو له مخې، په سیمه کې د وسلهوالو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې روانې دي، چې له امله یې زرګونه مسافر، ښځې، ماشومان، ناروغان، ټرانسپورټران او باروړونکي موټر د لارې پر دواړو غاړو بند پاتې دي. ضلعي ادارې له خلکو غوښتي چې تر راتلونکو دوو یا دریو ورځو پورې له غیر ضروري سفرونو ډډه وکړي او د لارې د وضعیت په اړه دې له اړوندو ادارو معلومات ترلاسه کړي. چارواکي وایي، د امنیتي وضعیت تر ښه کېدو او د لارې تر خوندي کېدو وروسته به ټرافیک بېرته پرانیستل شي.
