پاکستان ۲۸ جولائی ۲۰۲۶

د اټارني جنرل منصور اعوان پر کور د چاپې په قضیه کې د ایس ایچ او په ګډون د ۱۱ پولیسو پر ضد مقدمه درج

لاهور (ویب نیوز) د پاکستان د اټارني جنرل منصور اعوان پر کور د پولیسو د مبینه چاپې په اړه د سرور روډ د ایس ایچ او په ګډون د ۱۱ پولیسو پر ضد مقدمه ثبت شوې ده. د پولیسو په وینا، معلومات د ګاونډي کور په اړه وو، خو په تېروتنه د اټارني جنرل کور ته ننوتلي وو. د ایف آی آر له مخې، پر یادو پولیسو د واک څخه د تجاوز تور لګېدلی او چارج شیټ هم پرې لګول شوې ده. د کور د موټرچلوونکي عرفان په وینا، پولیس له دېواله اوښتي، د سي سي ټي وي سیستم یې له ځان سره وړی، فوټیج یې له منځه وړې او وروسته یې ډي وي آر بېرته سپارلی، همدارنګه د کور مخې ته ایښودل شوي ګلدانونه هم زیانمن شوي دي. بل لور ته د سرور روډ ایس ایچ او له محکمې څخه موقتي ضمانت ترلاسه کړی دی.