مقامی ۲۸ جولائی ۲۰۲۶

د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر: پر ایراني ټانکرو بریدونه د پاکستان–ایران د سوداګرۍ د سبوتاژ هڅه ده

کوټه(ویب نیوز)د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر ضیاالله لانګو ویلي، له ایران څخه د مایع ګاز ټانکرو، د تېلو ټانکرو او نورو سوداګریزو موټرو پر ضد بریدونه یوازې امنیتي پېښې نه دي، بلکې د پاکستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ، سیمه‌ییزو اقتصادي اړیکو او لویو پرمختیايي پروژو د زیانمنولو یوه منظمه هڅه ده. هغه وویل، حکومت د ملي او نړیوالو لویو لارو د امنیت لپاره ځانګړی امنیتي ځواک جوړ کړی او پر کوټه–تفتان لویه لار یې امنیتي تدابیر نور هم سخت کړي دي. د چارواکو او سوداګرو په وینا، د امنیتي ستونزو له امله په تفتان پوله کې سلګونه باروړونکي موټر د امنیتي اجازې په تمه ولاړ دي، او که وضعیت ژر ښه نه شي، د پاکستان او ایران ترمنځ سوداګري او د بلوچستان اقتصاد به نور هم اغېزمن شي.