تازه خبرونه ۲۸ جولائی ۲۰۲۶

د بلوچستان لومړۍ ښځینه غره ختونکې ملائکه خلجي کوټې ته ورسېده، تود هرکلی یې وشو

کوټه (وېب نیوز): د بلوچستان لومړۍ ښځینه غره ختونکې ملائکه خلجي د سکردو د شپږ زره متره لوړې څوکې تر فتح کولو وروسته کوټې ته راورسېده، چې په هوايي ډګر کې یې خپلوانو او مینه والو تود هرکلی وکړ. نوموړې رسنیو ته وویل چې د بلوچستان لومړۍ ښځینه غره ختونکې کېدل د هغې لپاره لوی ویاړ دی. هغې وویل چې د لوړې څوکې سر کول اسانه نه وو او د ډېرو ستونزو او ننګونو سره مخ شوه، خو د قوي هوډ او زیار په برکت بریالۍ شوه. ملائکه خلجي له حکومت څخه وغوښتل چې په بلوچستان کې د غره ختنې او هایکنګ د ودې لپاره ځانګړې پاملرنه وکړي، څو ځوانان، په ځانګړي ډول ښځې، په دې برخه کې د پرمختګ فرصتونه ترلاسه کړي.