مقامی ۲۸ جولائی ۲۰۲۶

د بلوچستان په ډېری سیمو کې ګرمه هوا، ماښام د باران او تندر امکان

کوټه (وېب نیوز): د هوا پېژندنې ادارې ویلي چې د کوټې په ګډون د بلوچستان په ډېری ولسوالیو کې به هوا ګرمه او وچه وي، خو د ماښام پر مهال په ژوب، موسیٰ خېل، شیراني، بارخان، خضدار او شاوخوا سیمو کې د تېزو بادونو، تندر او باران امکان شته. د ادارې د معلوماتو له مخې نوکنډي د ۴۵ درجې سانتي ګراد تودوخې سره د صوبې تر ټولو ګرمه سیمه وه، تربت ۴۲، سبي ۳۹، چمن ۳۸، کوټه ۳۷، ژوب ۳۵، قلات او جیواني ۳۳، ګوادر ۳۱ او زیارت ۲۷ درجې سانتي ګراد تودوخه ثبت شوې ده. د ساحلي سیمو لپاره د معتدلې هوا او د بلوچستان په داخلي سیمو کې د سختې ګرمۍ د دوام وړاندوینه شوې ده.