کوټه(ویب نیوز)د بلوچستان د سوداګرو مرکزي ټولنې ویاند کاشف حیدري د مستونګ د خډ کوچې سیمې څخه د تښتول شويو دوو موټرچلوونکو د ژر او خوندي خوشې کېدو غوښتنه کړې ده. نوموړي ویلي، یاد موټرچلوونکي د یوې خصوصي کمپنۍ کارکوونکي دي چې د کوټې–کراچۍ پر لویه لاره د مزدورۍ له لارې د خپلو کورنیو نفقه برابروي او د درنې تاوان ورکولو وس نه لري. هغه زیاته کړه چې پر لویو لارو ناامني، ګراني او اقتصادي رکود د سوداګرو او ټرانسپورټرانو ستونزې زیاتې کړې دي او له فدرالي او صوبايي حکومت او امنیتي ادارو یې وغوښتل چې د تښتول شويو کسانو خوندي راخوشې کول او د لویو لارو امنیت دې ژر تر ژره یقیني کړي.
