پاکستان ۲۸ جولائی ۲۰۲۶

د ناقانونه عوامي ایکشن کمېټۍ کې د ترهګرو او فتنه الخوارج عناصرو شتون، راشد حنیف ادعا

مظفرآباد (ویب نیوز) د آزاد جموں او کشمیر د اطلاعاتو سکرتر راشد حنیف ادعا کړې چې په ناقانونه اعلان شوې عوامي ایکشن کمېټۍ کې د ترهګرو او فتنه الخوارج عناصرو لوی شمېر شامل دی. نوموړي په مظفرآباد کې خبري غونډې ته وویل چې د آزاد کشمیر د ټاکنو د اغېزمنولو هڅه شوې، خو حکومت به د خپلې اساسي دندې له مخې امن او نظم هر صورت خوندي وساتي. هغه وویل چې د امنیتي ادارو سره داسې شواهد موجود دي چې په یاده ډله کې وسله وال او ترهګر عناصر شامل دي، له همدې امله یې له خلکو وغوښتل چې په ناسمو معلوماتو باور ونه کړي او له ادارو سره همکاري وکړي. راشد حنیف زیاته کړه چې ځینې عناصر ملکي وګړي د انساني ډال په توګه کاروي. بل لور ته د آزاد کشمیر د پولیسو ویاند ادعا وکړه چې دغو عناصرو سره پرمختللې او اتومات وسلې شته او د هغوی په ډزو کې پنځه پولیس سرتېري ټپیان شوي دي.