تازه خبرونه ۲۸ جولائی ۲۰۲۶

د نړیوالو جونیر ټیم سکوش سیالیو کې د پاکستان بریالی پیل، نایجیریا ته یې ۳-۰ ماتې ورکړه

کراچي (وېب نیوز): پاکستان په کاناډا کې د روانو نړیوالو جونیر ټیم سکوش سیالیو کې خپل لومړی ګروپي لوبه په بریا پیل کړه او نایجیریا ته یې په ۳-۰ ماتې ورکړه. د اووم ګروپ په دې سیالۍ کې د پاکستان نعمان خان یوسف قادري، عبدالله نواز شعیب جیوا او محمد عمیر عارف جوشوا ډینیل ته ماتې ورکړه او د خپلې لوبډلې لپاره یې بریا خپله کړه. پاکستان به خپله دوهمه ګروپي لوبه د سویټزرلېنډ پر وړاندې ترسره کړي.