پاکستان ۲۸ جولائی ۲۰۲۶

د پاکستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ خنډونه لرې کول د وخت مهمه اړتیا ده، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا غوښتنه

کوټه (وېب نیوز): په پاکستان کې د ایران قونسل جنرال محمد کریمي تودیشکي ویلي، د پاکستان او ایران ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونه باید ژر تر ژره لرې شي او دواړه هېوادونه دې د سوداګرۍ د ودې لپاره ګډ او اغېزمن ګامونه پورته کړي. نوموړي د کوټې د سوداګرۍ او صنعت خونې په غونډه کې وویل، ایران به د سوداګرو ستونزو د حل او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره هر ډول همکاري وکړي. د چیمبر مشر حاجي محمد ایوب مریاني د ګبد ـ رمدان سرحدي دروازې د ۲۴ ساعتونو پرانیستې، د سرحدي اسانتیاوو ښه کولو او د ګمرکونو د نظام د پیاوړتیا غوښتنه وکړه. ایراني قونسل جنرال وویل، د عصري زیربناوو، ډیجیټلي اسانتیاوو او ګډې همکارۍ له لارې به د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریز حجم زیات او د خلکو لپاره به د کار نوي فرصتونه رامنځته شي. د غونډې په پای کې دواړو لورو د سوداګرۍ د پراختیا، د سرحدي ستونزو د هواري او سوداګرو ته د لا ښه خدمتونو د برابرولو لپاره د ګډو همکاریو د دوام ژمنه وکړه.