پاکستان ۲۸ جولائی ۲۰۲۶

د پټرولو او ډیزلو بیې یو ځل بیا لوړې شوې

اسلام‌آباد (ویب نیوز) د پاکستان حکومت د تېلو د بیو له یو ورځني کمښت وروسته یو ځل بیا د پټرولو او ډیزلو په نرخونو کې زیاتوالی اعلان کړی دی. د پټرولیم ډویژن د خبرتیا له مخې د پټرولو بیه په هر لیټر کې۱ روپۍ او ۶۳ پیسې او د ډیزلو بیه۱ روپۍ او ۵۵ پیسې لوړه شوې ده. له دې وروسته د پټرولو نوې بیه۳۳۵ روپۍ او ۸۱ پیسې او د ډیزلو نوې بیه۳۸۸ روپۍ او ۳۸ پیسې په هر لیټر ټاکل شوې چې دجولای له ۲۹مې څخه به نافذه وي. حکومت ویلي چې د سیمې د روان وضعیت له امله به د پټرولیم محصولاتو بیې هره ورځ ټاکل کېږي، او اوګرا به د حکومت له پالیسۍ سره سم د نرخونو اعلان کوي.