تازه خبرونه ۲۸ جولائی ۲۰۲۶

سعودي عرب د تېلو پر تاسیساتو د ډرون برید هڅه شنډه کړه

ریاض (وېب نیوز): سعودي عرب ویلي چې د هېواد په ختیځ ولایت او پلازمېنه ریاض کې د تېلو پر تاسیساتو د ډرون برید هڅه ناکامه شوې ده. د سعودي د دفاع وزارت ویاند مېجر جنرال ترکي المالکي وویل، د هوايي دفاع سیستم برید کوونکي بې‌پیلوټه الوتکې په هوا کې له منځه یوړې. هغه ادعا وکړه چې دغه بریدونه د عراق له خاورې ترسره شوي او د ایران له ملاتړه برخمنې وسله‌والې ډلې پکې لاس لري. نوموړي زیاته کړه چې د سعودي وسله‌وال ځواکونه حق لري د دغسې بریدونو مناسب او پر وخت ځواب ورکړي.