کوټه(ویب نیوز)د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر او د تحریک تحفظ ائین پاکستان د اپوزېسیون مشر محمود خان اڅکزي ویلي، د پاکستان کورني حالات د سختې اندېښنې وړ دي او جمهوري ادارې یوازې په نوم پاتې شوې دي. نوموړي په کوټه کې خبري غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې په بلوچستان او نورو سیمو کې د امنیت وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي او جدي پاملرنې ته اړتیا لري. هغه د نوي ضلعو د جوړولو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې د پښتنو سیمې دې نه وېشل کېږي. اڅکزي اعلان وکړ چې د اګست په ۲۹، ۳۰ او ۳۱مه به په کوټه کې د ولسي مشورې لپاره جرګه راوبلل شي، او وروسته به د پښتونخوا وطن لویه جرګه هم جوړه شي. هغه په بلوچستان کې د تاوتریخوالي، د مزدورانو د وژنو، د لویو لارو ناامنۍ، د موټرو سوځولو، له موټرچلوونکو د باج اخیستلو او د هوايي سفر د کرایو د زیاتوالي په اړه هم اندېښنه څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ چې د هېواد ټولې سیاسي او امنیتي ستونزې باید د خبرو اترو، د قانون د واکمنۍ او د ولسي حقونو د خوندي کولو له لارې حل شي.
