اسلام آباد/کوټه(وېب نیوز) نادرا هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې د کوټې د نيمايي اوسېدونکو ملي پېژندپاڼې بندې شوې دي. نادرا ويلي چې دغه ادعا ناسمه او له حقيقتونو لرې ده، ځکه د هېڅ وګړي پېژندپاڼه په ډلهييزه يا بې دليله توګه نه بندېږي. د ادارې په وينا، که د کوم وګړي د تابعيت، پېژندنې يا کورني ثبت په اسنادو کې د باوري شواهدو پر بنسټ کوم تضاد وموندل شي، نو هره دوسيه په جلا توګه د قانون او ټاکل شويو اصولو له مخې ارزول کېږي. نادرا زياته کړه چې اغېزمنو کسانو ته د خپل دريځ د وړاندې کولو او اړينو اسنادو د سپارلو بشپړ فرصت ورکول کېږي او له قانوني بهير بشپړېدو وروسته پرېکړه کېږي. نادرا له خلکو غوښتنه کړې چې پر غير مستندو خبرونو باور ونه کړي او د پېژندپاڼو اړوند معلومات يوازې د نادرا له رسمي سرچينو ترلاسه کړي.
