پاکستان ۲۸ جولائی ۲۰۲۶

وزیراعظم شهباز شریف د چین له سفیر سره وکتل، پر دوه اړخیزو اړیکو او سیمه‌ییز وضعیت خبرې وشوې

اسلام آباد (وېب نیوز): د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف په اسلام آباد کې د چین له سفیر جیانګ ژای ډونګ سره وکتل. په دې لیدنه کې مرستیال وزیراعظم اسحاق ډار، وفاقي وزیر احسن اقبال، سلاکار ډاکټر توقیر شاه او د بهرنیو چارو سېکرټره آمنه بلوچ هم ګډون درلود. په غونډه کې د منځني ختیځ، افغانستان، جنوبي اسیا او د سیمې پر عمومي وضعیت خبرې وشوې. وزیراعظم د چین ولسمشر شي جین پینګ او وزیراعظم لي چیانګ ته د نېکو هیلو څرګندونه وکړه او د پاکستان او چین ترمنځ د ستراتیژیکې همکارۍ د لا پیاوړتیا ژمنه یې تکرار کړه. د چین سفیر وویل چې چین پاکستان خپل د اوسپنې ورور ګڼي او د پاکستان د خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او ټولنیز او اقتصادي پرمختګ لپاره به خپلې هر اړخیزې مرستې ته دوام ورکړي.