واشنګټن (ویب نیوز) د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر اسراییلي لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سختې نیوکې کړې او ویلي یې دي چې نتنیاهو غواړي هغه په جګړه کې ښکېل وساتي. ټرمپ له امریکایي رسنیو سره په خبرو کې وویل، نتنیاهو دې د ایران د اټومي فعالیتونو معلومات نړۍ ته وړاندې کړي، ځکه هغه ورته اړتیا نه لري. نوموړي وویل امریکا د ایران اټومي فعالیتونه له نږدې څاري او ادعا یې وکړه چې د ایران اټومي تاسیسات مخکې لا له منځه وړل شوي دي. ټرمپ زیاته کړه، که له ایران سره تړون ونه شي، د کوه کولانګ سیمه به هم په اسانۍ سره په نښه کړي. هغه دا ادعا هم وکړه چې که ایران ماینونه ځای پر ځای کړي یا بریدونه وکړي، د هرمز تنګي کنټرول د امریکا په لاس کې دی. بل لور ته د رسنیو د راپورونو له مخې، ټاکل شوې چې ټرمپ نن په سپینه ماڼۍ کې له بنیامین نتنیاهو سره وګوري او د ایران د اټومي پروګرام او نورو سیمهییزو موضوعاتو په اړه خبرې وکړي.
