تازه خبرونه ۲۸ جولائی ۲۰۲۶

پنټاګون: د ايران جګړه کې ۱۸ امريکايي پوځيان وژل شوي او ۶۲۴ ټپيان دي

واشنګټن(وېب نیوز) د امريکا دفاع وزارت (پنټاګون) د ايران پر ضد جګړه کې د امريکايي پوځ د مرګ ژوبلې تازه شمېرې خپرې کړې دي. د پنټاګون د معلوماتو له مخې، تر اوسه ۱۸ امريکايي پوځيان وژل شوي او ۶۲۴ نور ټپيان شوي دي. پنټاګون د خپل دفاعي مرګ ژوبلې د ثبت سيستم تازه کړی او له ۱۴۰ څخه زيات نوي ټپيان يې ثبت کړي، همدارنګه په وروستيو ايراني بريدونو کې وژل شوي څلور نور پوځيان هم په لېست کې شامل شوي دي. د امريکايي رسنيو د راپورونو له مخې، په ياد سيستم کې د “اوورسيز آپرېشنز” په نوم نوې کټګوري هم رامنځته شوې چې د جولای له اوومې نېټې راهيسې د بهرنيو عملياتو د مرګ ژوبلې ریکارډ پکې ساتل کېږي. د راپور له مخې، د دې معلوماتو او د “آپریشن ایپک فیوري” د شمېرنو له يوځای کولو وروسته، د روان کال د فبرورۍ له ۲۸مې راهيسې د ايران پر ضد جګړه کې د وژل شويو امريکايي پوځيانو شمېر ۱۸ او د ټپيانو شمېر ۶۲۴ ته رسېدلی دی. د پنټاګون په وينا، په وژل شويو کې ۱۱ د ځمکنيو ځواکونو، ۶ د هوايي ځواک او يو د سمندري ځواک غړی و، په داسې حال کې چې ټپيان د پوځ، سمندري ځواک، هوايي ځواک او ميرين ځواکونو غړي دي. امريکايي رسنۍ وايي، په نوې کټګورۍ کې د زيانونو شمېر ثبت شوی، خو دا نه ده روښانه شوې چې ټولې پېښې د کوم ځانګړي عمليات يا جګړې اړوند دي.