کوټه (سید سردار محمد خوندئی) د بلوچستان د تربت ولسوالۍ څخه راپورونه ترلاسه شوي چې وسله والو کسانو ۷ مزدوران چې په سړک یې کار کاوه په وسله تښتولي دي.
د یو راپور له مخې وسله والو ډزې هم کړې دي او ۲ مزدوران یې شهیدان کړي دي. ویل کیږي چې په شهیدو او تښتول شویو مزدورانو کې ۳ پښتانه او ۴ پنجابیان شامل دي.
بل پلو پرون راهیسې د هزاره ټولنې اړوند د کوریئر سروس ۲ کارکوونکي لا هم لادرکه دي چې تر اوسه یې هېڅ پته نه ده لګیدلې.
