کوټه ( سید سردار محمد خوندئی )
د تفصیلاتو له مخې تېره شپه د نوشکې په پدک او مل سیمه کې وسله والو کسانو پر ولاړو موټرو د ډزو کولو وروسته اور ورته کړ، چې په پایله کې یې ۱۰ موټر په بشپړه توګه سوځېدلي او په ایرو بدل شوي، چې په کې ۴ باوزر موټر هم شامل دي. په پېښه کې د یو کس د ټپي کېدو خبر هم ورکړل شوی دی.
د یادونې وړ ده چې پر کوټه-کراچۍ او کوټه-تفتان لویو لارو دا ډول پېښې هره ورځ رامنځته کېږي. تر دې وړاندې هم د مل په سیمه کې ۶ ایل پي جي باوزرونه سوځول شوي وو، په داسې حال کې چې د معدنیاتو وړونکي کاروان باندې په برید کې ۱۰ موټرو ته اور اچول شوی و.
د بلوچستان ټرانسپورټرانو له حکومته په کلکه غوښتنه کړې چې پر لویو لارو د ریاست رټ ټینګولو لپاره دې سمدستي او اغېزمن ګامونه پورته کړي، څو د خلکو ځان او مال خوندي شي او د میلیاردونو روپیو په ارزښت د موټرو د تباهۍ مخه ونیول شي.


