مقامی ۲۸ جولائی ۲۰۲۶

چاغي: د افغان کډوالو د ایستلو لپاره د موټرو ۱۱۸ مالکانو ته لا هم د یو کال وروسته معاوضه نه ده ورکړل شوې

کوټه(ویب نیوز)د چاغي ولسوالۍ ۱۱۸ موټرمالکان، چې تېر کال یې د افغان کډوالو د ایستلو پر مهال ضلعي ادارې ته موټر برابر کړي وو، وايي چې له یو کال تېرېدو سره سره لا هم خپل مالي حقونه نه دي ترلاسه کړي. د دوی په وینا، د سونګ، موټرچلوونکو او نورو لګښتونو پیسې یې له خپل جېبه ورکړې او ځینو حتی پورونه هم اخیستي، خو تر اوسه یې معاوضه نه ده ادا شوې. موټرمالکان وايي څو ځله یې د ډپټي کمشنر دفتر ته مراجعه کړې، خو هر ځل ورته ویل شوي چې د بودجې له ترلاسه کېدو وروسته به پیسې ورکړل شي. هغوی د بلوچستان له اعلی وزیر او چیف سیکرټري څخه غوښتنه کړې چې ټول پاتې واجبات دې ژر تر ژره ادا کړي، کنه دوی به احتجاج ته اړ شي.