واشنګټن (وېب نیوز): د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، له ایران سره خبرې اترې په مثبت ډول روانې دي او د پرمختګ امکان شته، خو ایران د هوکړې لپاره ډېر لږ وخت لري. نوموړي خبرداری ورکړ چې یا به ژر هوکړه وشي او یا به ونه شي، او که خبرې ناکامې شوې نو امریکا د پراخو پوځي بریدونو لپاره بشپړ چمتووالی لري. ټرمپ له ایګزیوس سره په خبرو کې وویل چې منځګړو له امریکا غوښتي چې پر ایران بریدونه ودروي، او دا یې هم وویل چې د ایران کنګل شوې شتمنۍ به د امریکايي زیانونو د جبران لپاره وکارول شي. هغه زیاته کړه چې امریکا له وینزویلا څخه میلیاردونه ډالر ترلاسه کوي او له ایران سره به هم ورته چلند وشي، او که حوثیان ستونزې جوړې کړي، امریکا به پرې مناسب اقدام وکړي.
