کوټه(ویب نیوز)د کوټې د نواں کلي له سیمې څخه د یو شمېر ښاریانو له خوا شکایتونه مخې ته راغلي چې ګواکې یوه ډله د “هني ټریپ” له لارې ځوانان په بېلابېلو پلمو خپلو جالونو ته راکاږي او بیا یې لوټي. د شکایتونو له مخې، ځینې ښځې د لفټ، روغتون ته د تګ یا بیړنۍ اړتیا په پلمه موټر دروي، وروسته نور کسان را رسېږي، ځوان یو کور ته وړي او هلته یې یرغمل کوي. وروسته بیا د جوړجاړي یا د قضیې د ختمولو په نوم د پیسو غوښتنه کېږي. ښاریانو له امنیتي ادارو غوښتي چې د دغو شکایتونو هر اړخیزې پلټنې وکړي او که تورونه ثابت شي، د قانون له مخې دې د مسؤلو کسانو پر ضد سخت اقدام وشي. پولیسو هم خلکو ته سپارښتنه کړې چې له ناپېژاندو کسانو سره له تګ او شکمنو ځایونو څخه ډډه وکړي.
