واشنګټن (ویب نیوز): امریکا پر ایران د اقتصادي فشار د زیاتولو په موخه نوې بندیزونه اعلان کړي دي. د امریکا د خزانې وزارت ویلي، د ایران د تېلو له سوداګرۍ سره تړلي دوه بنسټونه، اته شرکتونه او ګڼ د تېلو لېږدوونکې بېړۍ د بندیزونو په لېست کې شاملې شوې دي. د اعلامیې له مخې، ادعا شوې چې د هرمز تنګي له لارې پر تېرېدونکو سوداګریزو بېړیو د سمندري بیمې په نوم پیسې راټولېدې او د ایران د پاسداران انقلاب مالي ملاتړ پرې کېده. امریکايي چارواکي وایي، د بندیزونو لاندې راغلو شرکتونو، ادارو او بېړیو په امریکا کې ټولې شتمنۍ به کنګل کېږي او امریکايي وګړي او ادارې به ورسره هر ډول مالي او سوداګریزې راکړې ورکړې څخه منع وي. د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بیسنټ ویلي، واشنګټن به پر ایران اعظمي اقتصادي فشار ته دوام ورکړي او نړیواله سمندري سوداګري به د هر ډول ګواښ څخه خوندي وساتي.
