واشنګټن (ویب نیوز): د امریکا د خزانې وزارت د ایران پر ضد د نویو بندیزونو اعلان کړی او ویلي یې دي چې د ایران د تېلو او پیټروکیمیاوي محصولاتو د لېږد په برخه کې ښکېلې نورې بېړۍ، شرکتونه او مالي شبکې یې هم په تور لېست کې شاملې کړې دي. د اعلامیې له مخې، د دغو شرکتونو او بېړیو په امریکا کې ټولې شتمنۍ به کنګل کېږي او هغه ګڼ ټانکرونه چې ایراني خام تېل چین ته لېږدوي، هم د بندیزونو په فهرست کې شامل شوي دي. امریکايي چارواکي وایي، په هرمز تنګي کې د سمندري بیمې په نوم د پیسو راټولولو له امله د پرشین ګلف میرین انشورنس او هرمز سیف میرین سروسز اتھارټي پر ادارو هم بندیزونه لګول شوي دي. د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بیسنټ ویلي، ایران هڅه کوي نړیواله سمندري سوداګري د خپلو مالي موخو لپاره وکاروي، له همدې امله د ایران د «شیډو فلیټ» له ۱۰۰ څخه پر ډېرو بېړیو او د تېلو له سکتور سره تړلو یو شمېر شرکتونو مخکې هم بندیزونه لګول شوي دي.
