مقامی ۲۹ جولائی ۲۰۲۶

بلوچستان سوداګرو ټولنې: ملي لویې لارې ناامنه دي، حکومت د خلکو په ساتنه کې پاتې راغلی

کوټه(ویب نیوز) د بلوچستان مرکزي سوداګرو ټولنې د صوبې د امنیتي وضعیت، پر ملي لویو لارو د ناامنۍ، پر سوداګرو او ټرانسپورټرانو د بریدونو او د بار وړونکو موټرو د سوځولو پېښو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده. د ټولنې مشر عبدالرحیم کاکړ او نورو غړو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې د لویو لارو ناامنۍ له امله د ټرانسپورټ اعتصاب رامنځته شوی، چې له کبله یې د خوراکي توکو او نورو ضروري سامانونو لېږد اغېزمن شوی دی. دوی له حکومت، امنیتي ادارو او اړوندو چارواکو غوښتنه کړې چې پر لویو لارو د دولت واکمني ټینګه کړي او د خلکو، سوداګرو او ټرانسپورټرانو امنیت باوري کړي.